افغانستانخبرونه

د چین سره د مس عینک کان قرارداد د ۱۵ کالونو لپاره تمدید شو

کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې د مس عینک د کان د اکتشاف او استخراج قرارداد د چینایي شرکت MCC سره د ۱۵ کلونو لپاره تمدید شوی دی. 

دا کان، چې د ۱۲ میلیونو ټنو مسو د تخمیني زیرمو سره، د نړۍ د لویو زیرمو څخه شمېرل کیږي، په ۲۰۰۸ کال کې د ۳۰ کلونو لپاره دې شرکت ته وسپارل شوی و. خو د ناامنیو، د زیربناوو د کمښت، او د کلتوري اندیښنو له امله کوم جدي پرمختګ ونه شو. 

د طالبانو د کانونو وزارت ویاند وایي،  د قرارداد د تمدید موخه د استخراج د پروسې چټکول دي او د قرارداد اصلي شرایط بدلون نه دی موندلی.

د MCC شرکت په تېر کال کې د ۸.۹ کیلومتره سړک جوړول او د برېښنا رسولو مطالعات پیل کړي دي او تمه ده چې سږکال به د استخراج عملیات د زیاتې چټکۍ سره دوام ومومي.