
کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د ممبۍ په ګډون د مهاراشټرا ایالت کې سخت اورښتونه پیل شوي، چې له امله یې تر اوسه ۷ تنه وژل شوي.
د راپور له مخې، د بارانو له امله ممبۍ کې دولتي او نیمه دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي، الوتنې او ریل خدمتونو کې ځنډ راغلی دی.
د دغه را پورونو له مخې؛ د بارانو له امله تر دې دمه له ۴۰۰ ډېرې الوتنې ځنډ شوې دي.
د راپور له مخې، نن د ممبۍ لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړل شوی.