
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي چې کابل ته سفر کړی، د طالبانو رييس الوزرا سره يې ولیدل.
د طالبانو ارګ په يوه اعلامیه کې ويلي د ملا محمد حسن اخند او وانګ يي ترمنځ په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د همکارۍ پر دوام خبرې کړي دي.
په ناسته کې د طالبانو رییس الوزرا ويلي: ((موږ په عمل کې ثابته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه هیچاته هم امنیتي ګواښ او یا بله کومه ستونزه نه ده متوجه شوې او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو چې له افغانستان نه نورو ته زیان واړوي.))
د يادولو وړ ده چې د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپآره کابل ته راغلی دی.