خبرونهنړۍ

هند: مین زده‌کوونکي پخپلې پخوانۍ استادې پیترول شیندلي او ورته یې اور  اچولی

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند د مدهیا پردیش ایالت په نرسنګ پور ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلن زده‌کوونکي خپلې پخوانۍ استادې باندې پیترول اچولي او بیا یې اور ورته اچولی دی.

د را پورونو له مخې؛ د سوریانش کوچر په نوم دغه اتلس کلن زده کوونکی پرون د پیترولو له یوه بوتل سره د خپلې پخوانۍ استادې کور ته ور غلی او پر هغې یې لومړی بېترول اچولي او وروسته یې ورته اور اچولی، چې خپله له سیمې تښتیدلی و.

په دې پېښه کې د خصوصي ښوونځي استادې د وجود ۱۵ سلنه برخه سوزیدلې، خو سیمه ییزو خلکو ژر روغتون ته رسولې ده.

پولیسو یاد کس له څو ساعتونو ځنډ وروسته نیولی او هغه اعتراف کړی، چې له ۲۶ کلنې استادې سره یې له تیرو دوه کالونو راهیسې اړیکې درلودې.

هغه ویلي، چې د خپلې استادې سره د مینې د اظهار له امله له ښوونځي ایستل شوی و او دا مهال یې بل ښوونځي کې زده کړې کولې.