
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د بریتانیا د سوداګرۍ او اقتصاد برخې سلګونه مشرانو د یوې بیانیې په لاسلیکولو سره د دې هېواد له حکومته غوښتي، چې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې اقدام وکړي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د دې بیانیې لاسلیکوونکو غوښتنه کړې، چې پر اسرائیلي رژیم دې د وسلو پلور په بشپړ ډول ودروي او د نړیوالو قوانینو پر سرغړوونکو له دې ډلې پر بنیامین نتانیاهو دې بندیزونه ولګوي.