افغانستانخبرونه

د پاکستان چین د ګډې سوداګرۍ خونه: افغانستان د سیمې د سوداګرۍ په مرکز بدلېږي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د پاکستان او چین د ګډې سوداګرۍ مرکز وايي، چې د افغانستان له لارې د چین او پاکستان د سوداګرۍ د دهلېز په جوړېدو سره به افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په مرکز بدل شي.

د پاکستان اکسپرس ټریبون ورځپاڼې نن د دغې خونې د مشر ظفر اقبال له قوله دا راپور خپور کړی دی.

هغه ويلي، ټاکل شوې د افغانستان له لارې د چین او پاکستان سوداګريز دهلیز يا CPEC په نږدې راتلونکي کې پرانېستل شي

هغه زیاته کړې: ((سيپيک کولی شي، د افغانستان لپاره يوه تغیر کوونکې لوبه واوسي، ځکه چې دغه هېواد اوس په سمیه کې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په مرکز بدلېدونکی دی.))

هغه ويلي، په دې وروستيو کې ازبکستان، تاجکستان او د مرکزي اسیا ځينو نورو هېوادونو هم هوډ کړی چې د ګوادر بندر له لارې سوداګري وکړي چې دغه بندر ته لنډه لاره د افغانستان له لارې ټرانزیټ دی.