افغانستانخبرونه

له پاکستان او ایرانه ۲.۳ میلیونه افغانان راستانه شوي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 

د «UNHCR» په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې یو وار بیا له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو جبري ایستلو لړۍ دې ودروي. 

څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې یوازې په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا یو نیم میلیون افغانان ایستل شوي دي.

په یادو دواړو هېوادونو کې د کډوالو پر وړاندې چلند که څه هم بار بار د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوی، خو پاکستاني او ایراني چارواکو بار بار د ټولو کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی. 

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه شکل مدیریت کړی او د دوی لومړنیو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.