افغانستانخبرونهلوبې

د بدني ښکلا افغان لوبغاړي د تایلنډ په اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

په تایلنډ کې د اسیایي سیالیو په لړ کې د افغانستان د بدني ښکلا لوبغاړي نایب مبارز د ۸۵ کیلو ګرامه په وزن کې د خپلو سیالیو په ماتولو سره د برونزو مډال وګاټه

دغه سیالي نن شنبه ترسره شوه، چې په کې مبارز د بدني ښکلا ترڅنګ فټنس برخه کې هم تر نورو بریا خپله کړه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ځوانانو په برخه کې د هېواد دوو نورو ملي لوبغاړو له دغو سیالیو دوه د برونزو مډالونه تر لاسه کړي وو.

یادو سالیو ته افغان لوبغاړي په خپل لګښت تللي.