افغانستانخبرونهکورپاڼه

د خوشحاله ژوند او ښو دندو درلودونکي افغانان، پاکستاني کمپونو کې ژوند کولو ته اړ شوي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د امریکا په ګډون د ګڼو هېوادونو د پالیسۍ بدلون له امله، افغان اتباع له پاکستان څخه بل هېواد ته د انتقال توان نه لري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې درېیم هېواد ته د تلو په هیله پاکستان ته تللي افغان اتباع اوس په پاکستان کې په کمپونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

د امریکا په ګډون د ګڼو هېوادونو د پالیسۍ بدلون له کبله، دا افغانان له پاکستان څخه بل ځای ته نه دي انتقال شوي.

د پاکستان جیونیوز د را پور له مخې؛ په دغه کورنیو کې داسې ماشومان هم شته، چې لا نه پوهیږي، چې د کوم هېواد اصلي اوسیدونکي دي او کوم لورې روان دي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد په ارجنټاین پارک کې د شاوخوا ۳ سوه افغان کورنیو کمپونه شتون لري.

په یخه ځمکه باندې د امید او ناامیدۍ ترمنځ ورځې او شپې تېرونکي دا په شته وطن کې بې وطنه کورنیو کې هغه کسان هم شامل دي چې په پخواني حکومت کې یې په ښه پوسټونو دندې درلودې.