خبرونهسیمهکورپاڼهنړۍ

د پاکستاني پوځ ویاند: پاکستان کې د نا ارامیو تر شا هند پراخ لاس لري

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري هند د دې هېواد د ترهګریزو پېښو اصلي عامل بللی او ټینګار یې کړی چې په بلوچستان کې د نا امنۍ د رامنځته کولو هڅې به ناکامې شي.

هغه زیاته کړې چې وسله وال ځواکونه د خلکو په ملاتړ د دې نیابتي جګړې پر وړاندې د مقابلې توان لري او بلوڅان به د پوځ تر څنګ وي.

تر دې وړاندې هم د پاکستاني ځواکونو لخوا وژل شویو وسله والو مخالفینو ته د هند نوکرانو کلیمې کارول شوي دي.

په وروستیو کې د پاکستان د نورو سیمو ترڅنګ بلوجستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.