
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د پینټاګون د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه کړ.
د یاد هېواد رسنۍ وایي، د امریکا د دفاع وزیر د دفاعي استخباراتو ادارې مشر جنرال جیفري کروز، د باور له لاسه ورکولو له امله له دندې لیرې کړ.
د یادونې وړده، چې په اپریل کې ادعا شوې وه چې د امریکا د دفاع وزیر د نږدې کسانو ترمنځ د واک پر سر شخړې له امله پینټاګون له ګډوډۍ سره مخ دی.
په دې ادعا کې زیاته شوې وه چې د دفاع وزیر داسې کسان مشاورین ټاکلي چې یو د بل سیالان شوي دي.