افغانستانخبرونه

طالبانو په بغلان او غزني کې ۴ تنه په دُرو وهلي

کابل تیلگراف – ۲م سنبله سال ۱۴۰۴ خورشیدی

د طالبانو سترې محکمې ویلی چې، په بغلان ولایت کي یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

یادې محکمې پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دغه کسان یې ۳۵- ۳۵ درې وهلي او په ۳-۳ میاشتو تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

خبرپاڼه کاږي چې، یاد کسان د ناروا اړیکو لرلو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې یادې محکمې د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په درو وهلي دي.

یادي محکمې پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه کسان یې ۳۰- ۳۰ درې وهلي او په ۳-۳ میاشتو تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلی چې یاد کسان د اخلاقي فساد په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو په دې ډول سزاوو په ځلونو د بشر حقونو نړیوالو ادارو غبرګونونه ښودلي او دا ډول سزاوې انساني کرامت ته سپکاوی بللی دی.

دوی له طالبانو په ځلونو غوښتنه کړې چې په عام محضر کې دې له دا ډول سزاوو ډډه وکړي خو طالبان لا هم دې کار ته دوام ورکړی دی.

د نظر خاوندان بیا دا ډول سزاوې د حاکم نظام او ولس ترمنځ د واټن د زیاتېدو ستر لامل یادوي او وایي په دې سره عام خلک له خپلو چارواکو کرکه کوي.