خبرونهنړۍ

ویتنام: د سختو اورښتونو وروسته د سیلابونو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په ویتنام هېواد کې د کاجیکي سمندرې طوفان له امله درې تنه مړه شوي، دغه راز په یاد هېواد کې په راتلوونکې شپږو ساعتونو کې تر ۱۵۰ ملي میتره پورې د نورو اورښتونو اټکل شوی دی.

د رسنیو د رپورټونو له مخې، د طوفان له امله په بېلابېلو پېښو کې ۳ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي، دغه راز شاوخوا ۷،۰۰۰ کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې په یاد هېواد کې په زرګونو جریبه کرنیزه او باغداره ځمکه هم زیانمنه شوې ده او د برېښنا لینونو د پرې کېدو له امله ګڼ ولایتونه په تیاره کې شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې د ویتنام په شمالي برخو کې به اورښتونه دوام وکړي، چې په ځینو سیمو کې به په ۶ ساعتونو کې تر ۱۵۰ ملي میتره پورې باران وشي.

دغه ادارې د نورو سیلابونو راوتلو او ځمکو ښویدنې اټکل کړی دی.