
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان په ټول پنجاب کې د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداري ورکړی دی.
دا خبرداري د شدیدو موسمي ورښتونو سربېره، وروسته له هغې ورکول کېږي، چې هند پاکستان ته دوه ځله خبرداری ورکړ، چې د ډک شویو بندونو اوبه پرې ورخوشې کوي.
پاکستان وايي، هند د تین بند ټولې دروازې پرانیستې دي او د دغه هېواد پنجاب ایالت چې د ۲۴۰ میلیونو وګړو نیمايي یې پکې اوسېږي، تر سختو ګواښونو لاندې دی.
هند د مادهوپور بند د اوبو ورخوشې کولو خبرداری هم ورکړی دی.
د پاکستان ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې تر اوسه سلګونه زرو کسانو ته د خپلو مېنو د تخلیې امر شوی او یو شمېر سیمو کې یې جبري ایستنې هم پیل کړې دي.
یو هندي چارواکي رویټرز ته ویلي، د اوبو د خوشې کولو خبرداري د «انساني خواخوږۍ له مخې» پاکستان سره شریک شوی، ځکه هند هم د سختو بارانونو له امله له ورته ستونزو سره مخ دی.
اپریل کې د پاکستان او هند له درې ورځنۍ جګړې وروسته هند پر پاکستان د خپلو بندونو او سیندنو اوبه وتړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اوبو وېش تړون وځنډاوه.
د وروستیو معلوماتو له مخې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له جون راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله له ۸۰۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل او بې ځایه شوي دي.