
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
افغان پانګه وال میرویس عزیزي وايي، د عزیزي انرژي ګروپ له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا تولیدي پروژې د لومړي فاز عملي چارې به ژر پیل شي.
میرویس عزیزي دا څرګندونې د طالبانو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې کړې.
د نوموړي په وینا د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه یې په دریو فازونو وېشلې ده.
هغه وايي، په دې فاز کې به د شته پروژو عملي چارې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل کړي، او په دې اړه یې خپلې غوښتنې د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې،میرویس عزیزي ویلي چې د تفاهمنامې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو له تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته ولیږل.
د نوموړي په وینا دغه ټیمونه د تېرو شاوخوا دوو اوونیو په جریان کې د یوشمېر پروژو ابتدايي سروې ترسره او تخنیکي معلومات راټول کړي دي.