
کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې اعلامیه کې عثمان خواجه ویلي، سبا به پارلمان ته ولاړ شم او هلته به د غزې په اړه خبرې وکړم.
نوموړي زیاته کړه، په پارلمان کې به د غزې ترڅنګ په لوبو کې د قمار وهلو په اړه هم خبرې وکړم.
عثمان خواجه وویل، موږ ته د اسټرالیایي وګړو او تر ټولو مهم د انسانانو په توګه د حق لپاره ودرېدل پکار دي، د بې ګناه ماشومانو وژنه او لوږه باید ودرول شي.
هغه غوښتنه وکړه چې په غزه کې ظلمونه باید ودرېږي او د مرستو رسولو ته اجازه ورکړل شي، تر هغې موږ باید پر اسرائیلو بندیزونه ولګوو.
هغه زیاته کړه، موږ له هغه هېواد سره سوداګري نه شو کولی چې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو درناوی نه کوي.
عثمان خواجه تر دې وړاندې هم د غزې د ماشومانو او د اسرائیلو د ظلمونو په اړه غږ پورته کړی وو.