
کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د تېر جمهوري نظام پرمهال د خوست والي، پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې یرغل او بریدونه غندلي دي.
نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره ژور سیاسي اختلافات لري، خو پر هېواد د پاکستان د ډرون هوايي بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
حلیم فدايي زیاته کړې، چې د طالبانو افراطي او ناانساني سیاست د دې لامل شوی، چې پاکستان پر افغانستان بریدونه وکړي او دوی ورته چوپه خوله کېني.
تېره شپه د خوست پر سپېرې، د ننګرهار پر مومندرې او شینوارو او د کونړ پر سرکاڼو، مرورې او دانګام ولسوالیو پاکستاني بې پیلوټو الوتکو بریدونه وکړل.
لومړني معلومات ښيي، چې دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
که څه هم پاکستان تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، چې پاکستانۍ بې پیلوټو الوتکو د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په نښه کړي دي.
طالبانو تر اوسه رسماً هېڅ غبرګون نه دی ښودلای، خو په ننګرهار کې د دغې ډلې د ولایت مقام رسنیو دفتر د ټي ټي پي د موجودیت راپورونه رد کړي دي.
د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، چې د شهسوار په نامه د یوه بې وزله ملکي وګړي پر کور ډرون شوی، چې د یوې ښځې په ګډون یې ۳ ماشومان ټپیان کړي دي.
د ورته پېښو بیا نه تکرار لپاره حلیم فدايي ټينګار کړی، چې هېواد کې باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل او د خلکو په رایه ولسواک حکومت رامنځته شي.
دا داسې حال کې ده چې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د امنیتي اندېښنو او د ټي ټي پي پر ضد د اقداماتو په اړه پټې او ښکاره خبرې هم شوې دي.