
کابل ټيلیګراف – ۱۱ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هیواد په ختیځ کې د زلزلهځپلو سره ځینو هیوادونو، خیریه بنسټونو، سوداګر او عامو خلکو مرستې وکړې خو یو شمیر کابل مېشتي وایي چې په دغو مرستو کې روڼټیا مراعات شي او ټولو اړمنو کسانو ته دې په عادلانه ډول ورسیږي.
زلزله
دغه زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ تنه د ټپیانو څهباندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، هغه ویلي چې د ټپیانو لېږدولو او زیانمن شوو ته د مرستې رسولو اقدامات ترسره شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
مرستې
د عزیزي ګروپ عمومي رییس، میرویس عزیزی د کونړ او ننګرهار په زلزلهځپلو سیمو کې د زیانمنو هېوادوالو د ملاتړ په موخه د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې اعلان وکړ.
عزیزي ګروپ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اغېزمنو سیمو د دقیقې سروې او د اړتیاوو د تثبیت لپاره د عزیزي خیریه بنسټ یو ځانګړی ټیم یادو سیمو ته استول شوی دی او د سروې تر بشپړېدو وروسته به یادې مرستې په عاجل ډول د زیانمنو کورنیو او اړمنو سیمو ته ولېږدول شي.
د طالبانو ویاند هم ویلي چې د زلزلې پېښو ته د رسېدو په موخه یې یوه کمېټه ټاکلې او سل میلیون افغانۍ یې ورته سپارلي دي.
برېټانیا هم اعلان کړی چې د افغانستان له سیلابځپلو سره یو میلیون پونډه مرسته کوي.
یو شمیر سوداګر، عام خلکو، خیریه بنسټونو هم مرستې کړي او ځینې لا هم لګیا دي او د زلزلهځپلو لپاره مرستې را ټولوي.
ځينې خلک د شفافیت غوښتنه کوي
د کابل ښار یو تن اوسېدونکي اولیا کابل ټیلیګراف ته وایي: «د خلکو کور ودان چې مینه یې وښوده او مرستې یې وکړې خو اوس اندېښنې دا دي چې طالبانو یې ښه شفاف ډول ورسوي.»
دی دغه راز وایي چې یادې مرستې باید هم په شفاف ډول او هم په عادلانه ډول اړمنو او ځپلو شویو کورنیو ته ورسیږي.
د کابل ښار یو بل اوسیدنکی احمدالله هم وایي چې د هرات زلزلې پر مهال هم حتی له نورو ولایتونو خلک ور روان وو ترڅو مرستې ترلاسه کړي.
دی وایي چې هغه مهال هم ځینې ډیرې مرستې ترلاسه کړې، ځینو کورونه واخیستل خو ځینو ته هیڅ هم ونه رسېدل.
هغه زیاتوي چې د ختیځ له زلزلهځپلو سره خلکو خواخوږي وښوده او مرستې یې وکړې خو بیا دې هم طالبان داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې په شفاف ټولو اړمنو ته ورسیږي.
د کابل ښار ۲۱ مې ناحیې یو اوسیدونکی من الله هم وایي چې کله کله سیمهییز چارواکي په دغه ډول حالاتو کې فساد کوي او بیا څار پرې وشي.
دی وایي چې مرستې ډېرې دي خو هیله یې وښوده چې منظمې ورسیږي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي چې په دې اړه یې یوه کمېټه جوړه کړې او هڅه کوي چې ټولو ځپلو شویو کورنیو ته مرستې ورسیږي.
د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګژوبله او زیانونه اړولي وو.
هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او ډېر زیانونه د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.