افغانستاناقتصادخبرونه

تخار کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د غله جاتو منډوي پرانیستل شوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د سپین ‌زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله ‌جاتو منډوي د طالبانو د ریاست‌ الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې پرانیستل شو.
ملا عبدالغني برادر د یادې منډوي د پرانیستې پر مهال وویل:«دا ډول سترې اقتصادي پروژې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د معیشت د ښه والي لپاره مهمې دي».
نوموړي د خلکو له همکاریو مننه وکړه او حکومت ‌یې د ولس له ملاتړ څخه برخمن وباله.

دغه منډوي د سپین زر شرکت له لوري د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ۵۶۳ هټیو په درلودلو سره د ۸ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د سپین‌ زر دولتي شرکت له خوا په کندز ولایت کې د درېیو مهمو انکشافي پروژو چارې پیل شوې.
د دغو پروژو ټول لګښت نږدې ۸ میلیارده افغانۍ اټکل شوی او د درېیو کلونو په موده کې د خصوصي شرکتونو له خوا پلې کېږي.
یو ملي سوداګر حاجي خان هم ټینګار وکړ، چې د کندز د پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او باید د پانګونې او سوداګرۍ نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د سپین‌ زر سوداګریز کمپلکس د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت لا هم تر کار لاندې دی.