افغانستانخبرونه

یونېسف: بېلابېلې ډلې مو په سیمه کې زلزله ځپلو ته مرستې رسوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې یې پر زلزله ځپلو د لومړنیو توکو ۲زره کڅوړې وېشلې دي.

یادې ادارې دغه راز ویلي، چې بېلابېلې ډلې یې دا مهال په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې په چارو بوختې دي.

د یونېسف د معلوماتو پر بنسټ؛ په وېشل شویو کڅوړو کې لومړني طبي توکي، کمپلې، ګرمې جامې او د پخلنځي مهم توکي شامل دي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی و، چې د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په کونړ کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي خو عیني شاهدان وایي، د تېرې ورځې تر ارقامو ښایي د مرګ ژوبلې شمېره ډېره لوړه لاړه شي.

تر تېر ماښام پورې ارقامو کې ۸۰۰ تنو پورې مړي او تر ۳۰۰۰ ټپيان و.