
کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې د پاسپورټونو د سمدستي ورکړې لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړوي.
د دې ادارې ویاند عمر لوګري وویل چې په “وي آي پي” څانګه کې غوښتونکي کولی شي خپل پاسپورټ د نیم ساعت څخه تر یو ساعت پورې ترلاسه کړي.
هغه دا نه دي ویلي چې کوم کسان او په کومو شرایطو دا خدمت کارولی شي او د دې خدمت د لګښت په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د پاسپورټ ریاست د افغانستان د پوستې شرکت سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې اتباع کولی شي د ۱۰۰ افغانیو اضافي لګښت په بدل کې خپل پاسپورټ په خپل کور یا کار ځای کې ترلاسه کړي.