خبرونهنړۍ

امریکا کې د نرښځیانو په اړه د ټرمپ پالیسي د تطبیق مخنیوی وشو

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ یوې امریکايي محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نرښځيانو ضد پالیسې د عملي کولو مخنیوی وشو.

د امریکا د استیناف محکمې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې نرښځیانو ته د دوی د شناخت له مخې پاسپورټ ورکړي.

د استیناف محکمې په وینا، حکومت نشي کولی د جنسي شناخت پر بنسټ د پاسپورټ ورکولو څخه انکار وکړي.

محکمې د ټرمپ حکومت لخوا د نرښځیانو پر ضد د پالیسې په عملي کولو بندیز ولګاوه.

ټرمپ د دویم ځل ولسمشر کېدو د لوړې په مراسمو  کې ویلي و، چې هېواد کې به یې یواخې نر او ښځې په پوځ، پوهنتون، ښوونځیو او ادارو کې د کار اجازه ولري او نرښځیان به د پوځ له لیکو څخه هم ویستل شي.