افغانستانخبرونه

طالبان او غربت د افغانستان دوه لویې ستونزې دي

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په جینوا کې یوې غونډې ته ویلي، طالبان او غربت د افغانستان دوه لویې ستونزې دي.

هغه په خپلو خبرو کې په هېواد کې د ښځو او قومي او مذهبي اقلیتونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

دا غونډه د یو شمېر هېوادونو په نوښت د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه او په کې د طالبانو د رژیم څخه د حساب ورکولو او ځواب ویلو په اړه بحث وشو.

د کاناډا د استازولۍ مرستیال وویل چې “ښځې او نجونې باید د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د سیاسي پریکړو په مرکز کې وي.”

د نړیوالو د غوښتنو سره، سره طالبان په افغانستان کې میرمنو ته د کار، نجونو ته د زده کړې او د دغه ډلې پرته بل چا ته د لوړې دندې ورکولو څخه ډډه کوي.