افغانستانخبرونهځانګړي برخه

د طالبانو مرستیال والي: کونړ کې د مړو را ایستل او د ټپیانو لېږد بهیر بشپړ شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په کونړ کې د طالبانو د حکومت مرستیال والي وايي،‌ په دې ولایت کې د زلزلې له امله تر خاورو لاندې “ټول مړي را ایستل شوي” او روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد بهیر هم بشپړ شوی دی.‌

تر دې وړاندې طالبانواعلان کړی و چې څه باندې ۲۲۰۰کسان په دغه زلزله کې مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

والي مولوي عبدالله حقاني زیاتوي، د زلزلو د ټکانونو له امله خلک په “وېره کې دی.”

نوموړي د بي بي سي له خبریال حفیظ الله معروف سره په مرکه کې ویلي، اوس یې پام پر دې ورټول دی چې د نورو ممکنه ټکانونو له وېرې پاتې کورنۍ له ځپل شویو سیمو لنډمهالو کمپونو ته وباسي.

حقاني وايي، اوس ټولو ځپل شویو سیمو ته خلک ته رسېدلي او ډېری سړکونه هم پرانیستل شوي دي.

خو زیاتوي، خلک لا هم وېره لري چې ښايي نورې زلزلې وشي.

د طالبانو حکومتي‌ چارواکو اسعد اباد ته نژدې لنډمهالي مېشتغالي جوړ کړي چې د غرونو له لمنو خلک را وباسي او دغه مېشت غالي ته یوسي.‌

خو په سیمه کې مرستندیوه رضاکارن وايي،‌ د ځپل شویو خلکو لپاره د سرپناه جوړول مهم دي ځکه د دوی په وینا ژمی نژدې دی.