
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان هلال احمر ټولنې د شنبې په ورځ، د وږي ۱۵مه، اعلان وکړ چې د کونر ولایت د نورګل ولسوالۍ د زلزلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي ترڅو زلزلهځپلو ته سمدستي امداد ورسوي.
همداراز، د افغانستان هلال احمر ټولنې د چین د سره صلیب له لوري د کونر زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره د ۲۰۰ زره ډالرو نغدي مرستې خبر ورکړی دی.
دا نغدي مرسته به د زیانمنو بیړنیو او اړینو اړتیاوو د پوره کولو او د امدادي عملیاتو د اسانتیا لپاره وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د کونړ چارواکو په زلزله ځپلو سیمو کې تر خاورو لاندې د کسانو د موندلو د عملیاتو د پای خبر ورکړ.