افغانستانخبرونه

طالبانو پر کونړ د پاکستان برید رد کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي هغه راپورونه چې د کونر ولایت پر یوې برخې د پاکستان د هوايي برید په اړه خپاره شوي وو.

هغه ویلي، په دې اړه خپاره شوي خبرونه تبلیغات دي او زیاته یې کړه، چې پرون په دې ولایت کې هیڅ ډول برید نه دی شوی. 

له دې وړاندې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځي ځواکونو د کونر پر ځینو برخو بریدونه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه برید انځورونه هم خپاره شوي وو.