
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، په کابل کې د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې او تړونونه لاسلیک کړل.
د طالبانو اقتصادي معاونیت وایي دغه تړونونه نن شنبه د سنبلې میاشتې په ۱۵مه، په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګه والو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوې.
سرچینه وایي، په دغو تړونونو کې د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو هوکړې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک شول.
د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، پردې سربېره د ازبکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د دښت الوان، ارغندۍ سب سټېشنونو پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.
افغانستان د برېښنا پراخې طبیعي سرچېنې لري چې په کاریدو به یې نه یواځې د افغانانو اړتیاوې پوره شي بلکې کولی شي نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.