
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د پل ابریشم سرحدي لاره، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې تړل شوې وه، د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.
د پل ابریشم لاره د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو مهمو سرحدي لارو څخه یوه ده، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره حیاتي اهمیت لري.
دا لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو او مسافرو د تګ راتګ لپاره یو له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.
دا لاره له تېرې یوې اونۍ راهیسې د نامعلوم دلیل له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.