خبرونهنړۍ

مکسیکو کې د ترافیکي پېښې له امله ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په مکسیکو کې د میترو او دوه پوړیز بس د ټکر له امله لس تنه مړه او شپیته تنه نور ټپیان شوي دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، دا پېښه د میکسیکو په مرکزي اټلاکومولکو میونسپلټي، صنعتي سیمه کې رامنځته شوې.

د راپور په وینا، د میټرو د ټکر له امله په دوه پوړیزه بس کې سپاره ۱۰ کسان ووژل شول او شپیته نور ټپیان شول، چې د درملنې په موخه روغتون ته لیږل شوي دي.

په امنیتي کمرو کې لیدل کیي، چې مسافر وړونکی بس موټر د سړک په منځ کې د میټرو له کرښې تېرېده چې چټکې میټرو، بس ووهو.

د میکسیکو د اورګاډي چارواکو د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او چلوونکو او د اورګاډي آپریټرانو ته یې لارښوونه کړې چې د ټرافیک نښو درناوی وکړي ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.