
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د فرانسې پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر څخه د اعتماد رایې په اخیستلو سره حکومت نسکور کړ.
د بهرنیو رسنیو په وینا، دا د فرانسې په دموکراتیک تاریخ کې درېیم ځل دی چې پارلمان د دغه هيواد لومړي وزیر څخه د باور رایه اخلي او حکومت ړنګیږي.
تېره ورځ د فرانسې لومړي وزیر د پارلمان د ۳۶۴ غړو څخه یوازې ۱۹۴ مثبتې رایې تر لاسه کړې او پاتې غړو ورته ترې د اعتماد رایه بیرته واخیسته.
د رسنیو د راپورونو په وینا، لومړي وزیر بایرو د مالي بحران د حل لپاره د باور رایې ترلاسه کولو قرارداد پخپله وړاندې کړی و، خو هغه د پارلمان باور ترلاسه کولو کې ناکام شو.
د راپورونو په وینا، په دغه هېواد کې د روان مالي بحران د حل کولو ناکامي، عامه رخصتيو ختمول او د هوساینې لګښتونو کمول د لومړي وزیر بایرو پر وړاندې د نه باور لامل شول.
هغه د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میاشت کې دنده پیل کړې وه.
د حکومت د ختمېدو په غبرګون کې د اپوزیشن مشرې مارین لی پین په هېواد کې د نوو ټاکنو غوښتنه کړې ده.
دې سیاسي وضعیت د اروپايي اتحادیې دویم ستر اقتصادي هېواد په سیاسي بحران کې اچولی او د ولسمشر مکرون سیاسي راتلونکي باندې هم پوښتنې راپورته کړي دي.
د فرانسې ولسمشر مکرون اوس باید نوی لومړی وزیر وټاکي یا نوې ټاکنې وکړي ترڅو د بحران حل ومومي او د ۲۰۲۶ کال بودیجه تصویب شي.
دا به تیرو ۴ کالونو کې د ۴م لومړي وزیر ګوښه کېدل دي، چې اوس به پنځم وټاکل شي.