خبرونهنړۍ

نیپال کې ۱۹ لاریون کوونکي وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بهرنیو رسنیو د را پورونو له مخې؛ تېره اوونۍ په نیپال کې د حکومت لخوا د فیس بوک په ګډون پر ګڼو ټولنیزو رسنیو بندیز لګول شوی و.

د دغه بندیزونو د لګېدو په غبرګون تېره ورځ د خلکو لخوا پراخه لاریونونه ترسره شول، چې د پولیسو له لورې پر لاریون والو د ډزو په پایله کې ۱۹ تنه وژل شوي دي.

دا بندیز د ټولنیزو رسنیو پر پلیټفارمونو د راجسټریشن قوانینو د سرغړونې، جعلي اکاونټونو له لارې د کرکې، ناسمو خبرونو او درغلیو د خپرولو له امله لګول شوی و، چې پر وړاندې یې په کټمنډو کې د پارلمان ودانۍ بهر زرګونو ځوانانو لاریون وکړ.

د رسنیو راپورونو په وینا، ځینو لاریون کوونکو هڅه کړې وه چې خنډونه مات کړي او د ودانۍ احاطې ته ننوځي، چې د دوی د تیت او پرک کولو لپاره پولیسو د اوبو توپونه او ربړي مرمۍ وکارولې، چې په پایله کې ۱۹ لاریون کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شول.

د رسنیو د راپورونو په وینا، د لاریون کوونکو د وژنو او په لویه کچه د ټپي کیدو وروسته، حکومت د لاریون کوونکو د غوښتنو د حل لپاره د دوشنبې په شپه یو بیړنی غونډه راوبلله، چې وروسته یې پر ټولنیزو رسنیو لګول شوی بندیز لیرې کړ.

د یاد هېواد لومړي وزیر د وژنو په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره د قربانیانو کورنیو سره د مالي مرستې ژمنه هم وکړه.