افغانستانخبرونه

طالبانو دوه کوډګر نیولي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، په سمنګان او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي دي.

دغه وزارت وایي، چې دغه کوډګر تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي بسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې «نیول شویو کسانو په ټولنه کې د فساد د دودولو سربېره په بېلابېلو پلمو خلک تېر اېستې دي.» تېره ورځ هم دغه وزارت په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

بلخوا په ننګرهار کې د طالبانو امرباالمعروف ادارې خبر ورکړی، چې یو کوډګرې له خپلو کړنو پښیمانه کړی او د تل لپاره یې یاده چاره پرېښودلې ده.