خبرونهنړۍ

د نیپال لومړي وزیر له دندې استعفا ورکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، د نیپال لومړي وزیر د دغه هېواد د پوځ د مشر په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

وروسته له هغې چې په نیپال کې د ټولنیزو شبکو د بندیدو په غبرګون لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول او له امله یې ۱۹ تنه ووژل شول، نن د نیپال لومړي وزیر کېپي شرما اولي له خپلې دندې استعفا ورکړه.

هغه ویلي، دغه چاره یې د ستونزې د حل او سیاسي لارې چارې د اسانتیا لپاره ترسره کړې او ویل کیږي، نوموړی دوبۍ ته تللی.

په نیپال کې مظاهرې د دویمې ورځې لپاره هم روانې وې، سره له دې چې حکومت اعلان کړی و پر ټولنیزو رسنیو یې بندیز لرې کړی دی.

مظاهره‌چیانو د اولي د لرې کولو او د حکومت د منحل کیدو غوښتنه کوله.

په دغو مظاهرو کې د دوشنبې په ورځ ۲۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ زیات ټپیان شول.