افغانستانخبرونه

د افغان سوداګرو شورا مشر د امریکا سفارت له چارواکو سره لیدلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا مشر د امریکا د سفارت له چارواکو سره لیدلي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخیل، د امریکا د سفارت د اقتصادي برخې له مسوولینو اډم لیف او جاناتان باس او همدارنګه د دې سفارت د سیاسي برخې له مسوولې هیلاري رګلز سره وکتل.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پر ننګونو بحث وشو.

تر اوسه د امریکا سفارت د دغه لیدنې په اړه څه ندي ویلي.