خبرونهنړۍ

پاکستان د اماراتو د سمندري ځواکونو قوماندان ته لوړ پوځي نښان ورکړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د اماراتو د سمندري ځواکونو قوماندان حمید عبدالله الرمیثي ته د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او خدمتونو په بدل کې د «امتیاز (پوځي)» نښان ورکړ.

 الرمیثي، چې د کراچي د پاکستان د سمندري ځواکونو اکاډمۍ فارغ‌التحصیل دی، په دې سفر کې د جنرال ساحر شمشاد میرزا سره د دفاعي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان ولسمشر په دې وروستیو کې د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو ته بېلا بېل نښانونه ورکړي دي.