
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه سیالۍ نن ماښام په ۷ بجو پيلېږي.
د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې تېره شپه د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې افغان ملي لوبډلې د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.
دغه جام به د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي، چې اته لوبډلې پکې ګډون کړی.
ګډونوالې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.چې په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات لوبډلې دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګ کانګ لوبډلې دي.
اسیا جام سیالۍ هرو دوو کالو وروسته په شل اوریزو او یا هم پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي.