ټیکنالوژي

آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل بازار ته وړاندې کېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل او ۵.۶ ملي مټر پلنوالی لري او ۹۹۹ ډالر بیه لري، چې د وږي پر اته‌ویشتمه به له ای‌۱۹‌پرو چيپ او برښنایي سیم‌کارټرو سره بازار ته وړاندې شي.

آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.

د ایر پاډز پرو ۳د کوچني ډیزاین، د لوړ غږ لرې کولو له ځواک، مصنوعي ذکاوت ځواکمنې ژوندۍ ژباړې او زړه ضربان حس سره معرفي شو.

د بیټرۍ د زیرمې ساتنه اته ساعته ټاکل شوی او بیه یې ۲۴۹ډالر ټاکل شوی ده.