
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۸۲ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.
د کډوالو وزارت په وینا، یاد بندیان د تېري یوې اوونۍ پر مهال د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند فرضي کرښي له لاري هیواد ته راستانه او د مرستو تر ورکولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
په بیان کي راغلي چي، دغه کسان د یاد هیواد په بېلابېلو سیمو کي نیول شوي او تر اوو ورځو په زندانونو کي بندیان وو.
تر دې مخکي هم یاد وزارت د پاکستان هیواد له زندانونو څخه د ۱۴۰ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدلو او هیواد ته د هغوی د راستنېدلو خبر ورکړی و.