
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد جوړښت (SCO-RATS) مشري پر غاړه واخیسته.
اسلام اباد خپل هدف د سیمه ییزو همکاريو پیاوړي کول او د سایبري ترهګرۍ، د سرحدونو امنیت او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د غونډو جوړول اعلان کړي دي.
پاکستان ته د ترهګرۍ ضد ادارې د مشرۍ د انتقال پرېکړه د SCO-RATS د ۴۴مې شورا په غونډه کې وشوه چې د قیرغیزستان په مشرۍ ترسره شوه.
پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي په جګړه کې د لومړۍ کرښې هېواد ګڼل کېږي.