خبرونهنړۍ

د پاکستان پوځ: په خیبر پښتونخوا کې ۱۹ وسله وال مخالفین ووژل شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په درېیو جلا نښتو کې، امنیتي ځواکونو د هند د نیابتي ډلو سره تړلي ۱۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، ۱۴ بریدګر د مومند ولسوالۍ په ګلونو سیمه کې، ۴ د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې، او یو بل په بنو ولسوالۍ کې ووژل شول.

د دغه اعلامیې له مخې؛ په دې نښتو کې د وسلو او مهماتو لویه کچه هم ترلاسه شوې، او د نورو احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د چاڼیز عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې دا عملیات د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره اړین دي او د ترهګرۍ پر ضد به جګړه ادامه ولري.