خبرونهسیمه

پاکستان، چین، روسیې او ایران د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان، چین، روسیې او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې دغه ناسته نن د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې  شوی دی.

محمد صادق پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه غونډه کې یې د افغانستان په اړه ګډې هیلې او اندېښنې سره شریکې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادو خبرو په پایله کې پر دې هوکړه شوې چې باید په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره جدي مبارزه او د بشري مرستو ملاتړ وشي.