
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن د جمعې په ورځ د فرانسې او سعودي عربستان له لوري وړاندې شوی هغه پرېکړهليک ته د رایې ورکولو بهیر ترسره کوي، چې له مخې یې باید فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
په پرېکړهلیک کې د فلسطین او اسراییل د سولهییز حل مساله هم یاده شوې ده.
دا رایه اچونه داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې یوشمېر هېوادونو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو هوډ کړی دی.
دغه راز د نظر خاوندان وایي، د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د فلسطینیانو لپاره نړیوال مشروعیت او سیاسي ملاتړ رامنځته کوي، د اشغال د پای ته رسېدو په موخه پر اسرائیل نړیوال فشار زیاتوي، او فلسطین ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو ادارو، لکه ملګرو ملتونو او نړیوالو محکمو غړیتوب ترلاسه کړي.
دوی وایي دا کار د فلسطین اقتصادي او حقوقي دریځ پیاوړی کوي او د خلکو مورال لوړوي، ځکه هغوی د خپلواک دولت په توګه د نړۍ د ملاتړ احساس کوي.