خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا مشر  د یوې روزنیزې اډې څخه لیدنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پیونګ‌یانګ په سیمه کې د یوې روزنیزې اډې څخه لیدنه وکړه.

هغه د دغه لیدنې پر مهال د پلازمېنې د قیق ویشتنې د قوماندې او د مرکزي امنیتي ادارې پورې اړوند ځانګړو ځواکونو ترمنځ ګډ تمرینات وڅارل.

نوموړي ویلي، د دغه تمریناتو موخه د ځانګړو ځواکونو د جنګي چمتووالي او عملیاتي وړتیاوو لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روس څخه ملاتړ کړی او وروستیو کې د روس او اروپا ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.