افغانستاناقتصادخبرونه

د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې ۲م فاز چارې پيل شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په څه باندې ۵۴ میلیون ډالرو یې د هرات ـ خواف د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي چارې پیل کړې.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه هيواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، د هرات ـ خواف لار په بشپړ ډول ګټې اخيستنې سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلونکې څلورلارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.

د يادونې وړ ده چې د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.

د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه هم راکم شي.