خبرونهسیمه

د پاکستان کراچۍ ښار کې وسله‌والو غلو یو پولیس تښتولی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ ښار پر عرفات سړک وسله‌والو غلو پر پولیسو ډزې کړې او یو پولیس یې له ځانه سره تښتولی دی.

ځايي امنیتي چارواکي وایي که څه هم پولیسو پر غلو ډزې کړې دي؛ خو بیا هم نه دي توانېدلي چې د یاد پولیس د تښولو مخه ونیسي.

چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د سړک پر سر د تالاشۍ لپاره ولاړ وو او ناڅاپه پرې د یو موټر نه برید وشو او یو پولیس عسکر یې له ځان سره وتښتاوه.

امنیتي ادارو خبر ورکړی، چې د تښتول شوي پولیس د موندلو او خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړې دي.