افغانستانلوبې

کوروش رجبي خپل پاکستانی سیال سخت مات کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي «کوروش رجبي» د پاکستان په لاهور ښار کې خپل پاکستاني سیال «بلال حسین» ته ماتې ورکړه او ورسره یې د «ای ایف ټي» سازمان کمربند وګاټه.

دغه سیالۍ تېره شپه د لاهور په یوه لوبغالي کې وشوه او بالاخره له درېیو ۵ دقیقه يي پړاونو وروسته «کوروش رجبي» د لوبڅارانو په رایو او امتیازونو سره د سیالۍ ګټونکی شو.

د کوروش رجبي او بلال حسین سیالۍ د «ای ایف ټي»د نهم پړاو سیالیو مرکزي سیالي وه.

په دغو سیالیو کې لسو نورو افغان لوبغاړو هم ګډون درلود.

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړو د کوروش رجبي له کمر بند سربېره په ټيمي توګه هم پاکستان په ګونډو کړ.