افغانستانخبرونهلوبې

د افغانستان کوچنی ګلادیاتور نوید یوسفي په امریکا کې وځلېد 

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

دغه لس کلن افغان نوید یوسفي د امریکا د LVLZ سازمان د «کوچنیو ګلادیاتورانو» په سیالیو کې خپل امریکايي سیال جیسوس فلورس ته ماتې ورکړه. 

هغه تر دې مخکې د کالیفورنیا په ایالتي سیالیو کې د ۳۰ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د اتلولۍ کمربند هم ګټلی و. 

نوید، چې کلونه یې په کډوالۍ کې تمرین کړی، اوس په امریکا کې د سوک وهنې د نوي استعدادونو په توګه پیژندل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون څو افغان تکوندو لوبغاړو په پاکستان کې هم خپلو پاکستاني سیالانو ته د لوبو پر مهال ماتې ورکړې.