
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتنبایوا، د هېواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.
یوناما په یوه بیان کې اعلان کړی چې اوتنبایوا د بشردوستانه مرستو په وړاندې کولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د ژمي د نږدې کېدو سره ژر تر ژره د زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.
هغې خبرداری ورکړی: «ملګري ملتونه د زیانمنو سیمو د خلکو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱۳۹ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو که دا مالي سرچینې برابرې نشي، د راتلونکي ژمي په ترڅ کې به د زرګونو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخ شي.»
کونړ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۵ نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.