
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د جرمني دولت غواړي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته واستوي ترڅو له طالبانو سره د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د جرمي محکومیت لرونکو کسانو، د بېرته ستنولو د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړي.
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره کیږي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو بنسټونو د دې اقدام د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
جرمني تر دې وړاندې هم د طالبانو سره په همغږۍ ۹۲ افغانان له دغه هېواده افغانستان ته لیږلي و.