خبرونهنړۍ

غزه کې د نسل وژنې په غبرګون؛ اسپانیا نور له اسرائیلو وسلې نه پېري

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د اسپانیا دولت د هغې طرحې تر تصویب وروسته چې له اسرائیلو د وسلو پېرل ممنوع کوي، د ۷۰۰میلیونه یورو په ارزښت له اسرائیلو د توغندیو ضد سیسټم پېرلو قرارداد لغوه کړ.

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز ویلي، دا اقدام یې غزه کې د نسل وژنې په غبرګون کړی دی.

نوموړي غزه کې د اسرائیلو له لوري د جګړې له پیله د اسرائیلو په پوځي عملیاتو نیوکه کوله او د نتنیاهو سیاستونو سره یې مخالفت کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس وایي، د کاناډا لومړی وزیر «مارک کارني» وايي چې هیواد یې غواړي د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو شرایطو لاندې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د سرچینې په وینا، د کاناډا د لومړي وزیر دا اعلان چې هغه د فلسطین د په رسمیت پیژندلو پلان لري، د هیواد د پخواني دریځ تکرار دی، کوم چې په جولای کې اعلان شوی و، مګر د سختو شرایطو سره.

د کاناډا لومړي وزیر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ د منځني ختیځ د وضعیت په اړه په یوه مجازی غونډه کې له ګډون وروسته د فلسطین د دولت د پیژندلو لپاره خپل شرایط اعلان کړي دي.

کارني ټینګار کړی چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندل به د فلسطین په اداره کې د بنسټیزو اصلاحاتو، په ۲۰۲۶ کال کې د حماس له ګډون پرته د عمومي ټاکنو ترسره کولو او د فلسطیني حکومت بشپړ بې وسلې کولو پورې مشروط وي.